Η παρουσίαση φορτώνεται. Παρακαλείστε να περιμένετε

Η παρουσίαση φορτώνεται. Παρακαλείστε να περιμένετε

وړاندې کوونکى : انجنيرسميع الله ”پتيال ”

Παρόμοιες παρουσιάσεις


Παρουσίαση με θέμα: "وړاندې کوونکى : انجنيرسميع الله ”پتيال ”"— Μεταγράφημα παρουσίασης:

1

2 وړاندې کوونکى : انجنيرسميع الله ”پتيال ”
دلوړوذده كړو وزارت دكابل پولي تخنيك پوهنتون دهايدروتخنيكي ودانيو څانگه دمحصلينو پنځلسم علمي كنفرانس وړاندې کوونکى : انجنيرسميع الله ”پتيال ” لار ښود اســتاد :محـترم پوهندوي داكترمحمد آصف

3 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

4 د ګراويټي بندونوعرضي پروفېل .
دګراويټي بندونو لمړنی او ابتدايَي پرو فېل لمړني ګراويټي بند چي پوينتېس نومېده په ( 1791 ) کال کې جوړ شويدوهم يَې ګروبو وه چي په 1838 کال جوړ شوي دی .دې دواړو بندونو ډېرې ستر اودرانه ذوذنقه اي عرضي پرو فايلونه لرل . وروسته دزمانې په تېرېدو او دمحاسبوي تيوري په تکميلېدو ورو ورو دبندونو عرضي پروفېل دمثلثي شکل ولوري ته بدلون وموند چو چي فعلي شکل ته ورسېد . په پايله کې څرګنده شوه چي که دبند عرضي پروفېل دمثلث په شکل وټاکل شي او څه نا څه لږ بدلون يا تصحيح هم پکښې راشي دابه دا قتصادي اوستاتيکي ځانګړتياوو له کبله ډېر مناسب شکل وي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

5 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 1 > n ) وي دګراويټي بندونو دستاتيکي محاسبې په خاطر يوازې هغه قووې په نظر کې نيول کېږي چي دبند په طولي محور عمودي عمل کوي . يا په بل عبارت ستاتيکي محاسبه دمستوي سطحې پر مخ اجرا کېږي . ددې محاسبې په خاطر په ( 5 -2 ) شکل کې دبند عرضي مقطع د ( ABC ) دمثلث په شکل ښودل شوېده . که ددې مثلث قاعده (( b , لوړوالي يا ارتفاع يَې ( h ) او اوږدوالي يَې درسم پرمستوي عمود 1 متر فرض شي همدا رنګه دذکرشوي مثلث د مخکينيۍ ضلعې افقي مرتسم ( nb ) اود وروستني ضلعې مرتسم ( 1-nb ) او . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

6 ( 5 -2 ) شکل . دبند په مثلثي تنه کې دعاملو قوواو تشنجاتو شيما .
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

7 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

8 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په بند دلاندنيو قوو عمل څېړو : دکانريټي بند دتنې وزن ( Gd ). داوبو هايدرو ستاتيکي قوه چي دبند دپورتني خوا څخه پربند عمل کوي . ( P1 ). د اوبو وزن چي د بند په پورتني ځوړعمل کوي ( GW ) . فلتري قوه ( Pf ) ، چي دبند پر قاعده مخ پرته عمل کوي . که دبند په زېرمه ( کاسه ) کې داوبو ژور والي ( h ) فرض شي نو ددې دپاره چي داندازو له پلوه دګراويټي بند اقتصادي پروفېل وټاکل شي بايد دراکړل شوي h دپاره د b اصغري ممکن قيمت لاس ته راوړو . له بل لوري څرنګه چي دشکل نه څرګندېږي د ا پرو فېل يو نا متناظر شکل دي او د ( BC ) په سطحه باندې عامل تشنجات د غير موزون انقباض دفورمول په مرسته لاس ته راتلاي شي په دې شکل . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

9 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په (1 -2 ) فورمول کې : V – دټولو عمودي عاملو قواوو الجبري مجموعه او M Σ - نظرد O مرکز ته دټولو عاملو قواوو دمومنټونو الجبري مجموعه . د V قيمت محاسبه کوو: ( 2 -2 ) په پورتني فورمول کې cγ او w γ په ترتيب سره دکانکرېټو او اوبو مخصوص وزنونه دي. په محاسبو کې 3m/ Τ 1.0 = wγ او T/ m3 ( ) = c γ نيول کېږي . د M قيمت محاسبه کوو : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

10 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که چېرې د ( 2 -2 ) او ( 3 -2 ) فورمولونو پر بنياد د د M او V قيمتونه په ( 1 -2 ) فورمول کې کښېښودل شي د B اوC په ټکوکې ددتشنجاتو د محاسبې په خاطر فورمولونه لاس ته راځي . ديادونې وړده چي په ( 1 -2 ) فورمول کې د ( + ) علامه د B نقطې ( دمخکينۍ څنډې ) دپاره او ( – ) علامه د C نقطې ( د وروستنۍ څنډې ) دپاره نيول کېږي . پدې توګه د B σ دپاره په لاندې رابطه لاس ته راځي : ( ) که چېرې په نظر کې ونيول شي چي : ( 5 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

11 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
نو د C σ دپاره محاسبوي رابطه په لاندې شکل لاس ته راځي : ( 6 – 2 ) که چېرې دبند زېرمه داوبونه تشه وي يعني ( 0 = W γ) او بند دجوړېدو په حالت کې وي پدي حالت کې به کوم تشنجا ت چي ( 4-2 ) او ( 5 -2 ) فورمولونو په واسطه لاس ته راځي وا ضح ده چي دا به دبند د جوړېدو ( ساختمان ) د زمانې تشنجات وي. د( 0 = W γ ) په صورت کې ( 4-2 ) او ( 5 -2 ) فورمولونه په ترتيب سره لاندې شکل غوره کوي : ( 8 – 2 ) ( ) يو بل مطلب چي پدې ځاي کې يادونه يَې ضروري ګڼل کېږي هغه د فلتري قووې څرنګوالي دي چي کېداي شي دوه ګوني حالت اوځانګړي مفهومونه ولري . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

12 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
الف : که چېر ې دبند کانکريټ داوبو دپاره ددنفوذ وړوي او دبند په تنه کې درکود سطحه منځ ته راشي په ( 6 – 2 ) شکل کې د ab خط يا په فرضي او تقريبي توګه په ( 5 – 2 ) شکل کې د CA خط . په داسې حالت کې به د ( f P ) قوه دارشمېدس تعليقي قوه وي ، د α ضريب دکانکرېټو منفذداري په نظرکې نيسي او د ( f P( قوه داسې محاسبه کېږي. ( 9 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

13 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

14 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ب : که دبند له تنې څخه فلترېشن وجود ونلري مګر دبند اساس داوبودپاره دنفوذ وړتيا ولري پدې داسې حالت کې د f P قوه فلتري قوه ده چي دبند د (BC ) په قاعده باندې عمل کوي . د f P قوه په دې صورت کې دلاندې فورمول په مرسته محا سبه کېږي : (10 -2 ) ( 6 – 2 ) شکل . په کانکرېتو کې د د ( f P ) قوه فلتري بهير دشته والي په صورت کې د ( 1α ) ضريب دبند په قاعده کې دفلتري قووې کمېدل په نظر کې نيسي . هغه لاملونه چي فلتري قووې کموي کيداي شي په لاندې ډول سره په ګوته شي . په اساس کې د فلتري ضد تدابيرو د نيولو له امله . لکه دفلتري ضد سمنټي پردوجوړول او يا هم د ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

15 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
شپونتونو ټکوهل اوداسې نور . داساس په منفذونو او درزونو کي داوبو دبهير په مقابل کې د ډول ډول هايدروليکي مقاومتونو دشتون له امله . د پو رتنيو وينا وو په نظر کې نيو لو سره داسې نتيجه لاس ته را ځي چي که د بند په اساس کې فلتري ضد تدابير نه وي نيول شي په هغه صورت کې د 1α ضريب او 0.65 ترمنځ قيمت اخلي . اوپه داسې حال کې چي په اساس کې فلتري ضد تدابير نه وي نيول شوي هلته بيا د 1α ضريب او 0.30 ترمنځ قيمت اخلي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

16 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل View upstream to Stony Gorge 920 x k - gif Dam, ...

17 دګراويټي بندونواقتصادي مثلثي پرو فيل .
که دګراويټي بندونوپروفېل دمثلث په شکل وټاکل شي پدې حالت کې څرنګه چي د ( 5 – 2 ) شکل نه څرګندېږي ، په هره اندازه چي د (b ) قيمت لږ وي په هماغه اندازه به دبند په تنه کې دکانکرېټو مصرف اوپه نتيجه کې دبند کم وي . مګرد ساختمان او ګټې په ټولو ا حتمالي حالا تو کې بايد ټاکلي شوي پرو فېل دوه لاندنی غوښتنې ( شرطونه ) پوره کړاي شي : - دبند په ڼوله تنه او نورو ځانګړو برخو کې بايد په هېڅ حالت کې منفي تشنجات رامنځ ته نشي . دا غوښتنه په ډيرو ماْ خذونو کي د محکمي دشرط په نامه هم یاده شوي ده. بند بايد دټولوممکنوعاملو قواوو له امله دبې ځايه کېدو ، ښويَېدو ، نسکورېدو اوداسې نورو احتمالي بدلونونو څخه خوندي پاته وي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

18 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
لمړي شرط : د نړۍ په ټولولوهېوا د و کې يو شا ن منل شوي د ي داځکه چي له يوې خوا کا نکرېټ د ا نبسا طي قوا و و ( تشنجاتو ) په مقابل کې ډېر لږ مقاومت ښيَي اوله بلې خوا دمنفي تشنجاتو له امله په بند کې را پيدا شوي درزونه ( چاودونه ) فلترېشن او ورسره اړوندې دنه منلو وړ پايلې منځته راوړي . انبساطي تشنجات تر ټولو مخکې په پورتني ځوړ کې رامنځته کېداي شي . ځکه په دې ځوړ ډېره هايدرو ستاتيکي قوه عمل کوي . ددې شرط دپوره کېدو دپاره کافي ده څو دبند دپروفېل په دواړو ځوړونو کې اصغري ممکن نا رملي تشنجات صفر وي ( 0 = BAσ ) . ددې شرط دپوره کولو دپاره ( 4 – 2 ) فورمول په لاندې شکل ليکو ( 11 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

19 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
له دې ځايه به د b قيمت مساوي شي : ( ) د( ) څخه ليدل کېږي چي د b هله اصغري کېږي چي د پرتني کسر مخرج اعظمي وي . نوددې دپاره که چيرې په n د کسر دمخرج تفاضل واخستل شي اوبيا هغه مساوي په صفر وضع شي د n قيمت لاسته راځي : (13 – 2 ) ددې رابطې نه د n قيمت په لاندې توګه لاس ته راځي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

20 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که چېرې ( 0 = W γ او T/ m = C γ ) قبول شي نو ( = n ) کېږي اودا په دې معني چي د بند نپوري سطحه معکوس ميلان لري . مګر دبند معکوس ميلان د جړرېدو دتخنالوژۍ په لحاظ ستونځمن کاردی . همدا لامل دي چي دبند نپوري سطحه عمودي نيول کېږي يعني ( 0 = n قبلېږي ) . ددې څېړنې پر بنا لمړي شرط دپوره کېدو سره سره دګراويټي بندونو اقتصادي پروفيل بايد داسې مثلثي شکل وي چي نپوري سطحه يَې عمودي وي . او د مثلث دقاعدې عرض ( b ) مساوي دي له : که 0<1 α و ي ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

21 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که دبند په اساس کې څه نا څه لږ فلتري ضد تدابير په نظر کې نيول شوي وي يعني 0.5 = 1 α وي نو ليدل کېږي چي ( ( b = 0.72 h کېږي اوکه چيرې 0 = 1 α وي پدې حالت کې نو ( b = 0.64 b ) کېږي. ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

22 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
له پورتني مطلب نه څرګندېږي چې په هره پيمانه چي د ګرتويټي بندونو په اساس کي فلتري ضد چارې ښې او مطمَنې وي يعني فلتري ضد پرده يا دندانې ژوري وي په هماغه اندازه د دقاعدې عرض ( b ) کمېږي . يا په بل عبارت بايد هڅه دشي څو دبند په اساس کې دفلتري بهير دشته والي نه مخنيوي وشي . همدارنګه که چېرې ( 0 = n ) وي اوداد قيمت په ، ، 7 – 2 او 8 – 2 فورمولونوکې کېښودل شي دبند په اساس کې نارملي تشنجات هم کېداي شي دلاندني فورمول په مرسته محاسبه شي ( که) . که داوبو زېرمه ډکه وي ) 15– ( ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

23 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
لمړي شرط :که داوبوزيرمه تشه وي ) 16 -2( دوهم شرط : چی دبند د استوارۍ په خا طر ضروری دي کيدای شی په لاندي ډول بیان شی : ) ( په پورتنۍ رابطه کې : 1P - دهایدروستاتیکی فشار قوه . f – دښوېدو په مقابل کې د مقاومت ( اصطکاک ) قوه . CS – داستوارۍ دتأمينيت ضريب او په پاي کې V – دعمودي قواوو الجبري مجموعه ده . په ( 17 – 2 ) فورمول کې شاملې اجزاوې محاسبه کوو : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

24 دگراويتي بندونو دعرضي پروفيل تحليل
( ) ( a 18 – 2 ) په ( ) فورمول کې قيمتونو په ايښودلو سره نوموړي فورمول لادې شکل غوره کوي : ( 19 – 2 ) له ( 19 – 2 ) فورمول نه د ( b ) قيمت په لاندې شکل پيدا کېداي شي . ( 20 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

25 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
اوس که په (20 – 2 ) فورمول کې 3m/ Τ 1.0 = wγ ، T/ m3 2.4 = c γ ، 1 = SC ، 0.7 = f او = 1 α قبول شي لاس ته راځي چي : ( 21 – 2 ) همدارنګه که 0 = 1 α او 1 = SC وي د b دپاره لاندې قيمت پيدا کېږي : ( 22 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

26 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
پورتنۍ څرکندونې راښيَي چي دصخره اي بنسټونو په صورت کې کله چي 0.7 = f وي ، دمحکمۍ اواستوارۍ له پلوه داسې پروفيل اقتصادي بلل کېږي د کوم دپاره چي 1 = SC وي . دغير صخره اي بنسټونو دپاره چي داصطکاک ضريب ډېر لږوي ( درېګونودپاره – 0.4 = f اود ميده رېګونواوخاورو دپاره 0.3 – 0.2 = f دي ) د b قيمت ډېرېږي اودا اندازه تر هغه لا هم ډېره چي مخکې دمنفي تشنجاتو دنه رامنځ ته کېدو د حالت لپارهپه ګوته شوه پد ې ترتيب دهغو بند ونود استوارۍ ( نه ښويَېد و ) د تأ مين لپا ره چي د خا ورينو ( غير صخره اي ) بنسټونو پر مخ جوړېږي د b اندازه دهغې دمجازې تشنجاتو د کچې په پرتله بايد ډېره زياته وي . ددې لپاره چي دخاورينو بنسټونو پر مخ په جوړېدونکو بندونوکې دواړه شرطونه پر ځاي شي ( هم د ټينګواله یا د محکمۍ او هم داستوارۍ دتأ مين ) بايد ( 12 – 2) او (20 – 2 ) رابطو ښی اطرافونه يود بل سره مساوي وضع کوو : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

27 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
(23 – 2 ) په پورتني فورمول ديو څه رياضيکي عملياتو تر اجرا وروسته کولاي شو د ( n ) دپيدا کولو لپاره په لاندې شکل فورمل حاصل کړو. بايد په ياد ولرو چي ( n = α gtc = b ⁄ h ) د بند د وروستني څنډې ځوړ راښيَي. ( 24 – 2 ) دپورتنۍ معادلې تر حل وروسته د ( f ، cγ ، 1α او SC ) د بېلو بېلو ترکيبونو لپاره د مخکينۍ څنډ ي داسې ميل يا ( n ) په لاس راځي چي دهغه دشتون په صورت کې هم د ټينګواله ( محکمۍ يعني 0 = BAσ ) اوهم د استوارۍ ( نه ښويَېد ويعني 1 ≤ SC ) دواړه شرطونه پوره کېږي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

28 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 7 – 2 ) شکل . د 0.5 = 1 α ،0 = 1 α او = / γw C γ په صورت ، د مثلثي پروفيل دقاعدې د نسبي عرض (( b/h د بند د وروستنۍ څنډې د ځوړ ( ( n او f ) ) ترمينځ رابطې . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

29 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که ( 7 – 2 ) شکل په ځير و ګورو وينو چي يوازې دصخره اي بنسټونو لپاره چېرې چې د ≤ قيمتونه لري ، د ګراويټي بند لپاره اقتصادي پروفېل يا ( b = 0.7 – 0.8 h ( د منلو وړ دی. ( 8 – 2 ) شکل . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

30 په امريكا كي ديوه لوي بند ساختمان
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

31 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 8 – 2 ) شکل. دښويَېدو دپارا متر( f ) دمختلفو قيمتونو دپاره دګراويټي بندونو داقتصادي پروفيل ډولونه. . په هره پيمانه چي د f قيمت کمېږي په هماغه اندازه د b قيمت بايد وده وکړي . دمثال په توګه دريګي بنسټونو لپاره چي f قيمتو نه د( 0.5 – 0.4 = f ) په حدودو کې دي، h 1.0 ≈ b او د خاورينو بنسټونو لپاره چي – 0.2 = f دي h ( ) ≈ b پورې قيمتونه ځانته غوره کوي . ( 8 – 2 ) شکل دې وکتل شي . دپا سنيوتوضيحاتو نه داسې نتيجه راوزي چي د غير صخره اي بنسټونو په صورت کې له يوه پلوه دبند پروفېل سورور وي او له بله پلوه دبند په قاعده کې عاملې قووې ( تشنجات ) په ډېره نا متوازنه توګه عمل کوي ( ځنې وختونه دتشنجاتد تمرکز پېښې رامنځ ته کېږي ) . ( a 8 – 2 شکل وګوری . ) چې دواړه يَې دنا مطلوبو پېښو په ډ ْله کې شمېرل کېږي . لدې امله ده چي دغير صخره اي ( رېګي اوخاورينو ) بنسټونو په صورت کې سربېره پردې چي د بند داستوارۍ شرط بايد پوره وي ، دهغه تر څنګ دبند په قاعده کې دتشنجاتو موزون وېش ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

32 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

33 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 8 – 2 ) شکل . د = 1 α او = SC په صورت کې دګراويټي بندونو پروفېلونه. په پورتنيو شکلونو کې : a او c - دخاورينو بنسټونو په صورت کې ( 0.3 = f ) د نارملي تشنجاتو دياګرام ( 1 σ ) : دګټې اخستنې په موده کې .( c σ ) : دجوړېدو په وخت کې .b – دريګي بنسټونو دپاره(0.45= f ) هم بايد له پامه ونه غورځول شي (c ، b 8 – 2 ) شکلونه د وکتل شي . ددې موضوع په هکله په راتلونکي فصل کې ځنې نور اړوند تشرېحات هم ورکړل شويدي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

34 دګراويټي بندونو حقيقي پروفېل
په تېرو بحث کې مومونږګراويټي بندونه دداسې حالت دپاره وڅېړل چي يوازې دبند وزن ، هايدروستاتيکي او فلتري قواوو په هغوي عمل کاوه . بايد يادونه وشي چي په عملي ډګرکې پر ګراويټي بندونو ځنې نورې قوې هم عمل کوي چي هيڅکله بايد له پامه ونه لوېږي . ( 7 – 2 ) شکل . دا قووې عبارت دي له : دترسبي يا تل شوو موادو قوه( S P )، چي دبند دپورتني لوري پرهغه عمل کوي.( a 7– 2 ) شکل. دبند په زېرمه کې دجوړشوي کنګل قوه ( ECI P ) . ( a 7– 2 ) شکل. دبند په زېرمه کې دراپيداشوو څپو قوه . ( d 7– 2 ) شکل. دزلزلې قوه . ( a 7– 2 ) شکل. ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

35 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
دبند په تنه کې دموجودو پرچاوونو دکار په وخت کې را پيدا کېدونکې اهتزازي قووې اوداسې نورې. ( f ، e 7– 2 ) شکل لدې امله ضروري ګڼل کېږي څو دبند په عرضي مقطع کې نور بدلون هم راوستل شي يا په بل عبارت د b اندازه يوڅه نوره هم ډېره شي . همدا رنګه د بند په زېرمه کې داحتمالي څپو دناوړه اغېزو دمخنيوي په خاطر دبند لوړه څوکه بايد داوبو د اعظمي کچې په پرتله د ( HΔ ) په اندازه لوړه وټاکل شي . د ( HΔ ) په اندازه د دبند دلوړېدو له امله يوه اندازه نوراضافي وزن هم په بند عمل کوي. دمثال په توګه د ( G ) وزن په ( d 7 – 2 ) شکل کې . د b د ډ ېر و لو په خا طر د ا سې هم کېداي شي چي د بند مخکينی اړخ ما يَل په نظر کې ونيول شي. مثلأ په (c,b7 -2 ) شکل کې د (b Δ ) اندازه ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

36 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

37 دامريكا په متحده آيالاتوكي ديو بند جوړښت
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

38 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 7 – 2 ) شکل : دګراويټي بندونودعرضي مقطعو نظري ( تيوريکي ) ډولونه . د ګراويټي بندونو په تنه کې داوبځوړونوجوړول ( خصوصأ په لوړو بندونو کې ) هم تر ډېره ځايه دعاملو قواوو دانتشار حالت ته بدلون ورکوي . په هره کچه چي بند لوړ وي په هماغه اندازه دا بدلون ډېر وي . مثلأ په (f ، e 7 – 2 ) شکل کې چي دبند وزن د S P او G په پرتله ژر وده کوي . کله داسې هم پېښېږي چي په لوړو بندو کې دځنو وړو قواوو له تأ ثير څخه چي دبند په استوارۍ کې مثبت رول لري ، صرفنظر کېږي . مګر په ټيټو بندو داقووې بايد هيڅکله له پامه ونه لوېږي .ځکه پدې صورت کې داسې قووې دپام وړ تأ ثیر لری . په همدې ترتيب په ګراويټي بندو کې دحقيقي پرو فېل اندازې تر ډېره حده داساس او سواحلو سره دبند دتنې په اتصال پورې تړلې دي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

39 دګراويټي بندونو اړوندې محاسبې .
عمومي لار ښوونې . کله چي دبند مطلوب پرو فېل او دهغه اساسي اندازې وټاکل شي ضروري ده څود بند استواري او محکمي هم محاسبه شي . په عمومي توګه د هايدرو ليکي ساختمانونو دپاره لاندې محاسبې اجرا کېږي : 1 . هايدرو ليکي او فلتري محاسبې : ددې محاسبو په پايله کې دسطحي او فلتري بهيرونو ټول اړوند پارامترونه ټاکل کېړي . دمثال په توګه دهايدروليکي محاسبو په مرسته په بند عامل ټول هايدرو ستاتيکي او هايدرو ديناميکي فشارونه ، دسطحي او فلتري بهيرونو مقدارونه ، عاملې فلتري قووې ،دپرچاوونو عبوري قدرت او داسې نور لاس ته راځي . 2 . دبند ، اساس اونورواړوندو ساختماني عناصرو ستاتيکي او ديناميکي محاسبې: ددې محاسبو په پايله کې بايد ثابته شي چي بند ، دهغه اساس ، دبند او زېرمې شا او خوا څنډ ې او ټول نور اړوند ساختمانو نه ، دجوړېدو او ګټې اخستنې په ټولو احتمالي حالاتو او پېښو کې بايد په خپل ځاي استواروي اوپه عين وخت کې خپل لازم مقاومت او محکموالی وساتي . په همدې منظور دادۍ پدې مبحث کې د بند داستوارۍ او محکمۍ دمحاسبو په هکله ځنې ضروري توضيحات په لنډه توګه وړاندې کېږي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

40 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په بندونو باندې عاملې قووې اودهغوي ترکيبي ګروپونه . کومې قووې چي په بندونو عمل کوي په عمو مي توګه په دوو لاندې ګروپو وېشل کېږي . I – ثابتې يا دايَمي قووې . II – موَقتي يا وقفه اي قووې . I ثابتې يا دايَمي قووې : چي دبند دټول عمرپه ترڅ کې پر بند عملکوي . لکه دبند وزن ، د ډکو شوو خاورو وزن ، د ثابتو اوبو فشار ، په بند کې دثابتواړوندو تجهيزاتو وزنونه اوداسې نور . II موَقتي يا وقفه اي قووې : چي دبند په عمر کې کله ناکله عمل کوي . موَقتي قووې په خپل وار سره په دوو فرعي ګروپونو وېشل کېږي : هغه قووې چي دکمې مودې لپاره پر بند عمل کوي ( دلنډې مود ې قووې ) . دمثال په توګه دڅپو قووې ، په زېرمه کې درا منځته شوي کنګل قووې اوداسې نورې . هغه قووې چي دخاصوحالاتو او پېښو درامنځته کېدو په صورت کې عمل کوي. لکه دزلزلې قوه ، دطوفاني بادونو قوه اوداسې نورې . دبندونو دمحاسبه کولو دپاره دقوو دوه ډوله ترکيب په نظر کې نيول کېږي چي يو يَې دقوو اساسي ترکيب دی او بل يَې دقوو خاص ترکيب دی . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

41 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
الف . اساسي ترکيب . پدې ترکيب کې لاندې قووې راځي . دبند وزن ، په بند پورې دتړلو ساختمانوو او اړوندو تجهيزاتو وزن ، داوبو ستاتيکي او ديناميکي فشارونه ، داوبو فلتري فشار ، دکنګل ستاتيکي او دينا ميکي فشار ، په اساس او سواحلود خاورو وزن اوفشار ، دتل شوو ترسباتو فشار ، دميخانيکي او ترانسپورتي تجهيزاتو قووې اوداسې نور . ب . خاص ترکيب . په لاندې قووې شاملېږي . داساسي ترکيب ټولې قووې او فشارونه ، دزلزلې قوه ، دحرارتي نوساناتو قووې، په بند او اړوندو ساختمانو کې درطوبت دتغير له امله راپيداشووې قووې، دسېلابونو دپرچاوې په صورت راپيدا کېدونکې ستاتيکي او ديناميکي قووې ، دبند په تنه کې شته وو زابرونودکار پرېښودو له کبله اضافي فلتري قووې ، دسترو طوفانو په وخت کې دتندو بادونو قوه اوداسې نور ې . دپورتنيو قوو دپيدا کېدو په خاطر دمختلفو هېوادو دپوهانو له خوا رازراز مېتودونه اونورمونه وړاندې شوي چي داړوندو هېوادو دتخنيکي پرمختيا کچې ، اقليمي ځانګړتياوې ، جيولوجيکي او جيو تکتونيکي لاملونه او داسې نور په نظرکې نيول شويدي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

42 دسروبي گراويتي بند وروستني قسمت
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

43 دهايدرو ليکي ودانيو دتنې او بنسټونودمحکمۍ محاسبه
نن سبا دنړۍ په ډېرو هېوادو کې دهرډول ودانيو دکحکمۍ محاسبې دحدي حالاتو داصولو پر اساس تر سره کېږي . تعريف. حدي حالات په ودانيو کې ددعاملو قوو او تشنجاتودودې داسې حدودوته وايَي چي دهغو دموجوديت په صورت کې ودانۍ ، دهغوي بنسټونو او بېلو بېلو برخولاهم خپله کار ي وړتيا په پوره ډول ساتي . يا په بل عبارت په ودانيو دهغوي په بنسټونو اونوروځانګړو برخوکې درا پيداشوو داخلي قوو داسې حدودو ته وايَي چي دهغوي دشتون له امله لا ودانۍ دکار پرېښودو تر کچې نوي متاثره شوې . يعني کاري توان يَې دومره ساتلي وي چي خپلې اړوندې دندې په عادي او پوره توګه تر سره کړاي شي . دودانيو دمحاسبو لپاره درې حدي حالتونه منل شويدي . لمړي حدي حالت . کله چي په ودانۍ اودهغوي په بېلو بېلو برخوکې داخلي راپيداشوې قووې دکارول شوو موادو د تحمل له کچې ډېرې نشي . دوهم حدي حالت . کله چي دعاملو داخلي او بهرنيو قواوو له کبله په ودانيو کې راپيدا شوي هر ډول احتمالي شکلي بدلونونه له معينو مجازو حدودو تجاوز ونکړي . دکانکريټي ودانيو دپاره سربېره پر دوو پورتنيو حالتونو يو بل دريم حالت هم منل شوي دي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

44 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
دريم حدي حالت . کله چي دعاملو داخلي او بهرنيو قواوو له کبله په کانکرېټو کې د راپيدا شوو شکلي بدلونونو اوچاودونوله کبله دکانکرېټو څخه د عادي ګټې اخستنې چارې زيانمنې نشې . ددې محاسبو اساسي غوښتنې داسې بيانېداي شي : په ودانيو کې داستوارۍ اوکلکواله محاسبو په پايله کې بايد ثابته شي چي راپيدا شوې قووې ، تشنجات ، شکلي بدلونونه ( دبڼې بدلون ) ، افقي او عمودي خوځښتونه اوداسې نور بايد دودانيو څخه دګټې اخستنې په ټولو احتمالي حالاتو دټاکل شوو اومنل شوو مجازو حدودو نه ډېر نشي . دپورتني مطلب څخه يوه بله نتيجه هم داسې لاس ته راځي چي : په محاسبو کې بايد دعاملو قوو اعظمي احتمالي کچې په نظر کې ونيول شي .لکه اعظمي احتمالي هايدرو ستاتيکي فشار يا دزلزلې احتمالي اعظمي قوه . ( داحتمالاتو حدود دپديدو دفزيکي مطالعو او څېړنو پورې تړلې ده . ځکه په هره اندازه چي فزيکي پېښې ژورې څېړل شوي وي په هماغه کچه مونږ لمړني ارقام دقيق ټاکلي شو ) . همدا لامل دي چي دودانيو ددقيقو محاسبو په موخه ځنې اضافي ضريبونه په محا سبوي کې ور زياتېږي . دبېلګې په توګه که فرضآ په يوه جسم د نورمونو له مخې د ( ( Normative force - Nn عمل کوي ا ود ا سې ا حتما ل هم موجود وي چي په ځينو حا لا تو کې ( Nn) د ټاکل شوي قيمت نه تېري کوي پدې صورت کې بايد د ( Nn) ترڅنګ د (( n ضريب ور زيات شي يعني د عاملې قووې محاسبوي قيمت (( N C بايد په لاندې ډول قبول شي : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

45 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 25 – 2 ) په پورتني فورمول کې ( 1.2 – 1.0 = n ) قيمتونه ا خلي . د ا په د ې معني چي د محاسبې لپاره د عا ملې قووې ( ( N C قيمت د هغه د نو رما تيفي قيمت په پرتله تر ) 20 % ) پورې ز يا ت نيول کېږي .که چيرې د ( Nn) قيمت دکمېدو په صورت کې دودانۍ دپاره خطره ولري نو پدې صورت کې (n = نيول کېږي ). لمړي حدي حالت هله پيل کېږي چي د ودانيوپه تنه ، اساس او اړوندو بېلو بېلو برخو کې محاسبوي عا ملې قووې دودانۍ دموادو دتحمل وړ کچې ( R ) ته ورسېږي . د ( R ) اندازه په ودانيو کې د کارول شوو موادو دمشخصاتود غير متجانسيت څرنګوالي بايد په نظر کې ونيولاي شي . که چيرې په ودانۍ عاملې محاسبوي داخلي قووې په ( ( N C اود په ودانۍ کې دکارول شوو موادودتحمل وړ قوه په ( R ) وښودل شي نو دلمړي حدي حالت درامنځ ته کېدو شرط داسې ليکل کېداي شي : ( 26 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

46 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په پورتني فورمول کې : c n – دقوو دترکيب ضريب دي چي د اساسي ترکيب دپاره ( 1.0 = c n )اود خاص ترکيب دپاره ( 0.9 = c n ) نيول کېږي . m – دکار دشرايَطو ضريب دي چي د حدي حالتونو څرنګوالي ، دمحاسبوي شيما تقريبي دقت ، دساختماني موادو اوعناصرو ځانګړيتوبونه ، منل شوي فرضي روايتونه اوداسې نور په نظر کې نيسي . د m قيمت د 1.0 په شاوخوا کې نيول کېږي . h K – د ا طمينان يا با ور ضريب دی چي د ودا نۍ وظيفوي تضمين په نظر کې نيسي يا په بل عبا رت د دې ضريب قيمت په ملي اقتصاد کې دودانۍ اهميت ( دودانۍ کلاس ) په نظرکې نيسي . دلمړي کلاس ودانيو دپاره 1.25 = h K ، د دوهم کلاس ودانيو دپاره 1.20= h K ، ددريم کلاس ودانيو دپاره 1.15= h K اود څلورم کلاس دپاره 1.10= h K نيول کېږي . هايدرو ليکي ساختمانونه په خاصه توګه بندونه اود اوبو زېرمې په شااو خوا چاپېريال څو اړخيزه اغېزې لري لکه دځمکو لاندې کو ل جبه زارول ، دسيمې دهايدرولوژيکي، جيو لوجيکي ،هايدرو جيو لوژيکي اوبيو لوژيکي شرايَطو بدلول ، دسيمې د اقتصادي ، کرنيزاوچاپېريال ساتنې سيستم متا ثرول اوداسې نور . دودانيو دطرحې او ډيزاين په په وخت کې دا ټول احتمالي بدلونونه بايد په نظر کې ونيول شي . له همدې کبله په هره پيمانه چي ودانۍ ستره وي په هماغه اندازه بايد د h K ضريب ډېر ونيول شي . څرګنده ده چي دودانۍ دجوړولو مصارف به هم زيات وي اوورسره به د دودانۍ کلاس هم لوړ وي . په لاندني جدول کې د بېلو بېلو ځانګړتياوو له مخې دهايدرو ليکي ودانيو دکلاسونو وېشو ښودل شويدي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

47 7 . 2 . په ابتدايَي طريقه دګراويټي بندونو محاسبه
په ابتدايَي طريقه دګراويټي بندونو محاسبه دبند دعرضي غوڅې داندازو تر پيدا کولو وروسته ضروري ده چي دټاکل شوو ابعادو پر بنا دبندونو اود هغوي د بنسټونو عمومي او محلي استواري او محکمي محاسبه شي . دبندونو دا ډول محاسبې دعاملو قواوو د اساسي او خاص ترکيبونو په نظر کې نيولو اجرا او د لمړي حدي حدي حالت پر غوښتنو ولا ړې دي . سربېره پر دې داستوارۍ او محکمۍ محاسبې په عمومي دټول ساختمان دپاره او په خاص ډول د ودانۍ دبېلو بېلو برخو دپاره تر سره کېږي . همدارنګه ددې محاسبو د تر سره کولو دپاره لاندې حالتونه په نظر کې نيول کېږي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

48 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
1 . اساسي يا دګټې اخستنې حالت : کله چي ودانۍ په پوره ډول ګټې اخستنې ته سپارل شوې او په کار يَې پيل کړي وي . طبيعي ده پدې حالت کې پربند ټولې قووې په ګډه عمل کوي . يعني ددې حالت لپاره بايد دقوو داساسي اوخاص ترکيب داسې ګډ عمل په نظر کې ونيول شي چي تر ټولو خطرناک وي . 2 . ضمني يا د جوړولو حالت : کله چي دبند ( ودانۍ ) دجوړولو کار پاي ته رسېدلي مګر وي مګر تر اوسه لا په زېرمه کې اوبه وجود ونلري . پدې صورت کې بيا هم بايد د ټولوعاملو قوو تاٌ ثيرپه نظر کې نيول کېږي . مګر دومره توپير لري چي ددې حالت دپاره هغه قووې چي داوبو دشتون نه راپيدا کېږي نه حسابېږي ځکه هغه نشته . 3 . ترميماتي حالت : کله چي سربېره پر پورتنيو حالتونودبند يا ودانۍ په کومه برخه کې دترميم يا بيا روغونې چارې روانې وي . د استوارۍ او محکمۍ د محاسبې دپاره دبند داسې برخه نيول کېږي چي دودانې په خطري غوڅه کيې ددوو عمودي مستويانو په واسطه محدوده شوې اوعرض يَې 1 متر وي . يا په بل عبارت دبندونو محاسبې دمستوي مسَلې په توګه څېړل کېږي . لدې امله ښه به وي چي بند ارتفاعأ هم د افقي مستويانو پواسطه ووېشل شي اوبيا په هره برخه دقوو عمل وڅېړل شي . ( 8 – 2 ) شکل . په ټيټو او دمنځني لوړوالي بندونو کې تشنجات دموادو دمقاومت په طريقه محاسبه کېږي . پدې طريقه کې داسې انګېرل کېږي چي د مستوي له يوې نقطې نه تر بلې پورې دتشنجاتو قيمتونه دخطي رابطې په اساس بدلون مومي ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

49 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 8 – 2 ) شکل: په اوبځوړي ګراويټي بند عاملې قووې او دتشنجاتو محاسبه . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

50

51 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
پدې طريقه کې لمړي د( 1 – 2 ) فورمول په مرسته تشنجات په دواړو څنډ و کې پيداکېږي ،وروسته دکميتونو دمستقيم نښلولو له لارې کېداي شي د سطحې په هره برخه کې چي وغواړو دتشنج قيمت لاس ته راوړي شو . کارشوي سمبولونه . دآسا نتيا په خاطر تردې وروسته دتشنجاتو دښودلو دپاره لاندې سمبولونه کارول شويدي: i. U 1N - دنپوري اړخ په i - i غوڅه کې لمړي غوره يا عمده عامل تشنجات . i. U 2 N - د نپوري اړخ په i - i غوڅه کې دوهم غوره يا عمده عامل تشنجات . i. D 1 N - دنپوري اړخ په i - i غوڅه کې لمړي غوره يا عمده عامل تشنجات . i. D 2 N - دنپوري اړخ په i - i غوڅه کې دوهم غوره يا عمده عامل تشنجات . i . UY σ - دنپوري اړخ په i - i غوڅه کې د y دمحور په لوري عامل تشنجات . i. DY σ - د غيرنپوري اړخ په i - i غوڅه کې د y دمحور په لوري عامل تشنجات . i . UX σ - د نپوري اړخ په i - i غوڅه کې د x دمحور په لوري عامل تشنجات . i . DX σ - د غيرنپوري اړخ په i - i غوڅه کې د x دمحور په لوري عامل تشنجات . i . UXY τ = i . UYX τ- د نپوري اړخ په i- i غوڅه کې دx ياy دمحورپه لوري عامل مماسي تشنجات i . DXY τ = i . DYX τ- دغير نپوري اړخ په i – i غوڅه کې د x يا y دمحور په لوري عامل ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

52 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
مماسي تشنجات. دبند دجوړولودزمانې تشنجا ت دپاره دټولو يادشوو تشنجاتو دپاره د C حرف ليکل شويدي. لکه i C. U Y σ چي د بند دجوړولوپه وخت کې د مخکيني اړخ کې په i – i غوڅه کې د y محور په لوري عامل تشنجا ت ، ا و i C. DY σ دبند دجوړولوپه وخت کې دبند وروستني اړخ کې په i – i غوڅه کې د y محور په لوري عامل تشنجات ښيَي . دمحاسبې لپاره دبند عرضي پروفېل دافقي مستويانوپه واسطه تقريبأ ثه مساوي ارتفاعي برخو وېشل کېږي . همدارنګه ښه به وي چي مستويانې له ماتو برخونه تېرې کړاي شي . دبند دمحکمۍ دمحاسبې دتکميلېدو په خاطر لکه څنګه چي د موادو دمقاومت تيوري حکم کوي ، لمړي بايد با يد ټول تشنجات لکه (i. U 1N ، i. U 2 N ، i. D 1 N ، i. D 2 N ، ، i . UX σ ، i. DX σ، iUXY τ = i . UYX τ ، i . DXY τ = i . DYX τ، i C. U Y σ او i C. DY σ ) پيد ا شي او يوا زې ترهغه وروسته بيا دبند د محکمۍ دتاْ مينوالي په هکله کېداي شي چي قضاوت وشي. ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

53 دگراويتي بندونو دعرضي پروفيل تحليل
د Y دمحور په لور ي عامل تشنجات . په ( 8 – 2 ) شکل کې داوبځوړي ګراويټي بند عرضي پروفېل ،چي تنظيموونکې دروازه يَې هم دپاسه اېښودل شېوې دمحاسبې لپاره په نظر کې نيول شويدی. داپروفېل دڅو افقي مستويانو په واسطه پرې شوي دي . دغوره شوي بندپه هره پرېکړه دټولو عاملو قوو اغېزې څېړو.( په شکل کې تعليقي قوه عمدأ له پامه غورځول شوېده). څرګنده ده چي د ( 1 – 1 ) غوڅې لپاره د ( Y σ ) تشنج په لاندني عمومي فورمول پيدا کېږي: ( 27 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

54 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په پورتني فورمول کې د ( - ) علامه دنپوري يا مخکنيۍ څنډې دپاره او د ( + ) علامه دغير نپوري يا وروستنۍ څنډې دپاره نيول کېږي . همدارنګه په فورمول کې : 1P – د تر غوڅې پورې داوبو هايدرو ستاتيکي قوه ه ، 1W – داوبځوړي په پاسنۍ برخه کې دشته اوبو وزن ، 1G - د تر غوڅې پورې دبند دتنې وزن ، 11h – نظر د 1 – 1 غوڅې ته د 1P قووې بازو ، 1W l – – نظر د 1 – 1 غوڅې ته د 1W قووې بازو او l1l – نظر د 1 – 1 غوڅې ته د 1G دوزن بازو دي . همدارنګه i b - د i – i په غوڅه کې د بند عرض دي . د( 2 – 2 ) مقطعې دپاره محاسبوي فورمول لاندې شکل غوره کوي : ) 28 – 2 ). . . دلته هم لکه د ( 27 – 2 ) فورمول په شان ( - ) علامه دنپوري يا مخکنيۍ څنډې دپاره او د ( + ) علامه دغير نپوري يا وروستنۍ څنډې دپاره نيول کېږي . اوس که چېرې دهرې افقي غوڅې دپاره د ( 27 – 2 ) فورمول په مرسته تشنجات محاسبه شي نو څرنګه چي په ( 8 – 2 ) شکل کې هم ښودل شويدي مونږ دتشنجاتوقيمتونه لاس ته راوړو او دهريوې مقطعې دپاره د تشنجاتو دياګرامونه هم رسمولاي شو. په همدې ترتيب که دبند زېرمه کې اوبه نه وي ( دبند دجوړېدووخت ايدرو ستاتيکي فشار عمل نه کوي) ، مونږ دبند دجوړېدو دزمانې لپاره په 4 – 4 غوڅه کې د (4c. UY σ ) او (4c. DY σ ) تشنجات لاس ته راوړو . دجوړېدو دزمانې دتشنجاتو دياګرام هم په ( 8 – 2 ) شکل کې رسم شوي دي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

55 دگراويتي بندونو دعرضي پروفيل تحليل
عمده يا غوره تشنجات . عمده يا غوره تشنجات داسې تشنجاتو ته ويل کېږي چي په سطحه عمود عمل کوي او دعمل په سطحه مرتسم نلري ( ځکه عمود دي ) . دعمده ياغوره تشنجاتو 1. U N دپاره په ( 9 – 2 ) شکل کې دوه کوچني مثلثونه د A او B په نقطو کې په پام کې نيسو . څرګنده ده چي د لمړني عمده تشنج 1N ميدان دبند نپور ي اړخ د ي او دوهم ميدان يَې پر نپوري اړخ عمد موقعيت لري . اوس پر همدې بنسټ د 1N قيمت پيدا کوو . څنګه چي ګورو د A د مثلث پر نپوري اړخ هايدرو ستاتيکي فشارعمود اْ عمل کوي . پدې معني چي همدا هايدرو ستاتيکي فشار لمړنې عمودي ( نارملي )عمده تشنج يعني ( h wγ = U1N ) دی . پدې توګه : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

56 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 29 – 2 ) ددوهم عمده عمودي ( نارملي ) تشنج U2N دپيدا کولو په خاطر د A د مثلث تعادل دټولو هغو قوو تر عمل لاندې څېړو چي پر بهرنيو اړخونو يَې عمل کوي . د A پر مثلث لاندنۍ قووې عمل کوي . - د XΔ پرسطحه : UYσ او DYσ - چي په دې فومولونو کې ليدل کېږي د ( 27 – 2 ) او ( 28 – 2 ) فورمولونو په اساس محاسبه کېږي . - د U 1SΔ پرسطحه : - د U2SΔ پرسطحه : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

57 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
(9 – 2 ) شکل . دکراويټي بندونو په پورتني او ښکتني اړخونود A او B په نقطوکې دعاملو تشنجاتو لوري او شمې . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

58 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

59 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
د XΔ پرسطحه مماسي تشنجات y xτ هم عمل کوي. د U2N تشنجاتو دلاسته راوړو په خاطر نظر د A نقطې ته ( د A په مثلث کې ) دمومنت معادله ليکو : ( 30 – 2 ) يا : ( 31 – 2 ) دپورتني فورمول نه U2N پيدا کوو . ( 32 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

60 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
د A په مثلث کې ګورو چي : ددې بدلونوپه نظرکې نيولو سره ( 32 – 2 ) فرمول لاندې شکل غوره کوي . ( 33 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

61 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که دبند مخکيني اړخ عمودي وي په هغه صورت کې 0 = 1 m او په نتيجه کې : ( 34 – 2 ) په عين ترتيب که د B مثلث په پام کې ونيول شي او د Y محورپه لوري دهغه تعادل وڅېړل شي په هغه صورت کې ګورو چي : ( 35 – 2 ) چرنګه چي د B په مثلث کې ليدل کېږي : 2= ΔX·COS α ΔS2D دی . اوس دې قيمت ته په پام د D2N قيمت د ( 35 – 2 ) رابطې څخه په دې شکل پيدا کېږي : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

62 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
دبند په پروفېل کې د B د مثلث موقعيت ښيَي چي دبند په ښکتني اړخ هايدرو ستاتيکي فشار عمل نه کوي او ( 0 = h ) نو پدې اساس دلته لمړني عمده ( نارملي ) تشنج= γw·h = 0 ) D1N ) کېږي . يعني : ( 37 – 2 ) د A مثلث په برخه کې عمده مماسي تشنج ( T ) کېداي شي په لاندې توګه په لاس راشي . ( 38 – 2 ) دمماسي عمده تشنجاتو دعمل سطحې د عمده نارملي تشنجاتو دعمل سطحو سره º 45 درجې زاويه جوړوي په همدې ترتيب که د د B مثلث تعادل وڅېړل شي اود B نقطې ته د مومنت معادله وليکل شي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

63 6 . 7 . 2 . د X دمحور په لوري عامل تشنجات .
د بند په پورتني او ښکتني اړخونوکې د X دمحور په لوري دعاملو تشنجاتو د لاس ته راوړو دپاره د A او B په نقطو کې دوه مثلثه د ( 29 – 2 ) شکل په څېر په پام کې نيول شويدي . 10 – 2 ) شکل . دکراويټي بندونو په پورتني او ښکتني اړخونود A او B په نقطوکې دعاملو تشنجاتو لوري او شمې . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

64 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که د A په مثلث کې د O نقطې ته دعاملو قوو دمومنت معادله وليکل شي او له هغې نه UX σ پيداشي نوهغه به لا ندې شکل ولري : ( 39 – 2 ) دمثلثا تو له کورس نه ښکاره ده چي : پورتنيو بدلونو ته په پام ( 39 – 2 ) رابطه لاندې شکل ځانته اخلي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

65 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په پاي کې د UX σ دپاره نهايَي محاسبوي رابطه په لاندې شکل لاس ته راځي : ( ) په همدې ډول که د B په مثلث کې د 1O مرکز ته دعاملو قوو دمومنت معادله وليکو او دهغې څخه D X σ پيدا شي کېداي چي دبند د وروستني اړخ دپاره هم دافقي تشنجاتو محاسبوي رابطه په لاندې شکل تر لاسه شي: ( 43 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

66 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
مماسي تشنجات . دمماسي تشنجاتو ( U XYτ = U YXτ ) د محاسبې په خاطر داړوندو فورمول دپيدا کولو په موخه د A پر مثلث (په 29 – 2 شکل کې ) دټولو عاملو قوو مرتسمونه نظر د X محور ته مساوي صفر وضع کوو .( د A مثلث دوزن نه د هغه د لږواله له امله صرف نظر شوي دي ). ليکو چي : ( 44 – 2 ) ( 45 – 2 ) ( 46 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

67 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
که د ( 42 – 2 ) فورمول نه د UX σ قيمت په ( ) کې وضع شي د U XYτ = U YXτ دپاره محاسبوي نهايَي فورمول په لاند شکل لاس ته راځي : ( ) که دبند مخکيني اړخ عمودي په هغه صدرت کې 0 = 1m او 0 = U XYτ = U YXτ کېږي . په عين ترتيب که د B په مثلث ورته عمليات ترسره شي کېداي شي چي دبند د وروستنی اړخ دپاره هم د ( D XYτ = D YXτ ) محاسبوې فورمول تر لاسه شي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

68 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 48 – 2 ) پايلې . په ګراويتي بندونوکې دټولو تشنجاتو محاسبوي فورمولونه په لاندې جدول کې درج شويدي . دبند پر تشنجي حالت دفلتري قوو اغېزې . په ( 7 .2 ) پاراګراف کې دبند تشنجاتو دداسې حالت دپاره محاسبه شول چي فلتري قووې په نظر کې نه وې نيول شوې . مګر دعمل په ډګر کې فلتر ي قووې دهغوي د لوړ کميت له امله هيڅ کله هم بايد له پامه ونه لوېږي ځکه دا قووې پډېرو حالا تو کې لوړ قيمت ا و نږدې ټاکونکي تأ ثير لري .ځکه فلتري بهير د بند په تنه اضافي قوه وارد وي. ( 11 – 2 ) شکل. په ياد شوي شکل کې دبند هغه برخه چي فلتري قوه پرې عمل کوي دټکو په واسطه په نښه شوې د ه . فرضأ غواړو چي د ( i – i ) دمقطعې دپاره د فلتري قوې له امله راپيداشوي تشنجات لاسته راوړو، تر هرڅه مخکې ددې غوڅې دپاره عامله فلتري قوه ( f P ) پيدا کوو . دا قوه مساوي ده په : ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

69 ( 11 – 2 ) شکل : دمختلفو تشنجاتو دياګرامونه .
په ( 11 – 2 ) شکل کې 1- بې له فلتري قوودتشنجاتو دياګرام . 2– يوازې دفلتري قوودتشنجاتو دياګرام – مجموعي دياګرام . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

70 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
. نظر د O نقطې ته د فلتري قووې ( f P ) مومنت مساوي کېږي په : – يوازې دفلتري قوودتشنجاتو دياګرام – مجموعي دياګرام . قيمت يو( 1 = 1 α ) نيول کېږي . مګر که دا تدابير نيول شوي وي په هغه صورت کې به بيا ( 1 > 1 α ) وي . wγ - داوبو مخصوص وزن . A f - د ( i – i ) له مقطعې نه پاس لوري ته دفلتري دياګرام مساحت . نظر د O نقطې ته د فلتري قووې ( f P ) مومنت مساوي کېږي په : ( 50 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

71 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
د افقي مقطعې دپاره چي دقاعدې عرض يَې b اومرکز يَې O دي ( مثلا د i – i قطع ) کېداي شي چي د فلتري قوو له بابته د yfσ عمودي تشنجات دغير مرکزي انقباض په فورمول پيدا شي . ( 51 – 2 ) ( - ) علامه دنپوري يا مخکنيۍڅنډې دپاره اود ( + ) علامه دغير نپوري يا وروستنۍ څنډې دپاره نيول کېږي. دفلتري قوو دتشنجاتو دياګرام په ( 11 – 2 ) شکل کې ښودل شويدی ( 2 دياګرام ) . همدارنګه دبندپه تنه کې دنورو قوو له امله دتشنجاتو دياګرام بيل رسم شويدی ( 1 دياګرام ) . اوس که د ( 1 ) او ( 2 ) دياګرامونه يود بل سره جمع شي نو مجموعي دياګرام په لاس راځي ( 3 دياګرام ) . ګورو چي ( 3 ) دياګرام د ( 1 ) ديګرام سره پوره توپير لري . په همدې ترتيب کېداي شي ثابته شي چي دفلتري قوو له امله دغوره يا عمده نورمالي تشنجاتو کميتونه هم بدلون مومي . ددې څېړنو په پايله کې وينو چي فلتري قووې دبند په تشنجي حالت ناوړه اغېزې کوي همدا لامل دي چي دفلتري قوو دناوړه اغېزو دله مينځه وړلو په خاطر دګراويټي بندونو په تنه کې زابرونه په نظر کې نيول کېږي . که چېرې دزابرونو شکل اوډول پوره معقول وي نو بيا کېداي شي چي دفلتري قوو ناوړه اغېزې په بشپړه توګه له منځه يوسي پدې معني چي د فلتري قوو کميت دصفر تر حدودو ټيټوي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

72 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
دبندونو دمحکمۍ معيارونه او کنترول . کله چي دبند په تنه کې ټول يادشوي تشنجات محاسبه شي ضروري ده چي دهغه د محکمۍ دڅرنګوالي په هکله هم قضاوت وشي . ددې شان قضاوت دپاره لمړي حدي حالت په نظر کې نيول کېږي . که چېرې دمحاسبوي انقباضي ( فشار ي ) تشنجاتو اعظمي قيمت دبند وموادو ( کانکرېټو يا سيخ کانکرېټو ) دتحمل له کچې ( البته په انقباض کې ) لږ وي په هغه صورت کې په انقباض کې دبند مواد محکم اود منلو وړدي . بايد هېر نشي چي که دبند په يوه اړخ کې انقباضي تشنجات لوړ کميت ولري نشي چي په مقابل اړخ کې دهغوي قيمت منفي يا انبساطي حدونو ته ورسېږي او د منفي يا انبساطي تشنجاتوشتون په هيڅ وخت او دکانکريټي بندونو په هيڅ يوه برخه کې جواز نلري . ځکه بې سيخه کانکرېټ دانبساطي قوو په مقابل کې يا مقاومت نلري اويا هم ډېر لږ مقاومت لري . ددې پېښې دمخنيوي په خاطر بايد لمړي دبند عرضي پروفېل په مناسب شکل وټاکل شي او په دوهم قدم کې دبند په عرضي پروفايل کې دداسې حالت دپاره هم تشنجات محاسبه شي چي پربند باندې هايرو ستاتيکي قووې عمل نه کوي ( کله چي بند دجوړولو په وروستۍ مرحله کې وي اود اوبو زېرمه پوره تشه وي ) . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

73 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
دلمړي حدي حالت د غوښتنوسره سم بايد دبند په مختلفو نقطوکې اعظمي محاسبوي تشنجاتو( c.maxσ) قيمتونه دهغوي د نورماتيفي معياري قيمتونو(.milσ ) په پرتله لږوي . يعني : ( ) دګراويټي بندونومحاسبوي اوعملي تجربو ښودلې چي دګټې اخستنې په موده کې اعظمي انقباضي تشنجات دبند دوروستني اړخ په بېخ کې اود جوړولو دمودې دپاره اعظمي انقباضي تشنجات دمخکيني اړخ په بېخ کې رامنځ ته کېږي .له همدې امله دبندونو دمحکمۍ په هکله دقضاوت په وخت کې بايد په همدې دوو نقطو کې محاسبه شوي تشنجات پيدا اووروسته بيا د (52 – 2 ) فورمول له مخې پرې قضاوت وشي .يعني : يا ( 53 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

74 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په ( 53 – 2 ) فورمول کې د ( milσ ) قيمت دمستوي مسَلې په حالت کې په انقباض کې د کانکرېټومارکي مقاومت (milR) سره يوشان نيول کېږي .يعني ( milR = milσ ) . د (milR) قيمت دلوړو بندونو دپاره چي I او II کلاسونو کې راځي دکانکرېټو داوږدې مودې دارتجاعي حدودو مقاومت دی. دارتجاعيت ((Elasticity تيوري پر اساس د تشنجاتو محاسبه . لنډ ې څرګندونې . دارتجاعيت تيورۍ په اساس دګراويټي بندونود تشنجاتومحاسبه دموادو دمقاومت دطريقې سره داتوپير لري چي په لمړۍ طريقه کې يوازې دبند په مخکيني ( نپوري ) او ښکتني ( غير نپوري ) اړخونو کې دتشنجاتو قيمت پيداکېږي اووروسته ددې قيمتونو دمستقيم نښلولويا وصلولو څخه کيداي شي ددې دونقطو ترمنځ په هره برخه کې چي مطلوب وي تشنجات پيدا شي . ياپه بل عبارت دموادو دمقتومت په طريقه کې له يوې نقطې تربلې پورې دتشنجاتو تغير خطي پتيل کېږي . حال داچي دارجاعيت په طريقه کې دبند دعرضي پرو فېل په هره ځانګړې نقطه کې چي مطلوب وي کېداي شي د تشنج قيمت پيداشي . يعني پدې طريقه کې دتشنجاتوکمي بدلون دخطي قانون تابع نه بلکه د واقعيت سره سم دمنحني قانون ( غير خطي قانون ) تابع دی . ددې محاسبې دپاره دبند عرضي پروفېل لکه څنګه چي په ( 12 – 2 ) شکل کې ښودل شوي ، د مثلثي سطحې په شکل پتيل شويدی ( مستوي مسَله ) او درسم پر سطحه عودي تشنجات هم په پام کې ندي نيول شوي. ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

75 مثلثي پروفېل دپاره دتشنجاتومحاسبوي شيما
د عمودي ا و مما سي تشنجا تو محا سبه . A . دبند دګټې اخستنې په موده کې ( چي د بند زېرمه داوبو ډکه وي ) . څرګنده ده چي پدې حالت کې پر بند دهغه خپل وزن او داوبو هايدرو ستاتيکي قوه عمل کوي . د هايدرو ستاتيکي قووې دپيداکولو د آسانتيا په خاطردبند ترمخې داوبوستاتيکي سطحه دبند دڅوکې سره يوشان پتيل شوېده . ( 12 – 2 ) شکل دې وکتل شي . څرنګه چي د اتجاعيت تيوري څخه څرګنده ده دراکړل شوي پروفېل په کيفي نقطه کې تشنجات دخطي معادلو د لاندني سيستم په مرسته افاده کېداي شي : ( 54 – 2 ) ( 12 – 2 ) شکل .د ارتجاعي تيوري په مرسته دبند د مثلثي پروفېل دپاره دتشنجاتومحاسبوي شيما ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

76 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
په ( 54 – 2 ) ر وا بطو کې د i α او ib ثابت ضريبونه د بند په دواړومخکيني اووروستني اړخونو کې دتشنجا تود تحليل څخه په لاس راتلا ي شي . د ا ضريبو نه مساوي دي په : ( 55 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

77 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
اوس که دثابتو ضريبونو قيمتونه په ( 54 – 2 ) کې کېښودل شي اود مختلفو نقطو د X او Y کاردينات هم دمعادلو په سيستم کې وضع شي کيداي شي چي د Yσ ، Xσ او YXτ= XYτ قيمتونه دبند په هره کيفي نقطه کې پيداشي . B . . دبند جوړېدو په موده کې ( چي د بند زېرمه له اوبو تشه وي ) . د د ا سې حا لت لپا ره چي پربند ها يد رو ستا تيکي قو عمل نه کوي ( کله چي بند د جوړېدو په حالت کې وي يا دا چي دبند کاسه دفعتأ تشه شی ) ، نو په پورتنيو( 55 – 2 ) روابطوکې داوبو حجمي وزن صفر کېږي يعني ( 0 = wγ ) . پدې حالت کې د Yσ ، Xσ او YXτ= XYτ دپا ره لاس ته راغلي قيمتونه دساختمان دزمانې تشنجات ښيَي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

78 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 56 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

79 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
د ا ساسي يا غوره عمودي تشنجاتو محاسبه . الف : دهغو نقاطو دپاره چي د Yσ ، Xσ او YXτ= XYτ قيمتونه معلوم وي ، په ډېره آسانۍ کېداي شي چي اساسي يا غوره عمودي تشنجات د لاندې فورمولونو په مرسته محاسبه کېږي : ( 57 – 2 ) ( 58 – 2 ) که د اساسي عمودي lN او 2N تشنجاتو اودهغوي دعمل دمستوي زاويه په θ وښودل شي محاسبوي فورمول به يَې په لاندې ډول وي : ( 59 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

80 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 60 – 2 ) دمماسي عمده تشنجاتو دعمل سطحې د عمده نارملي تشنجاتو دعمل سطحوسره º 45 درجې زاويه جوړوي . ب : دبند په دواړو اړخونو کې تشنجات . دبند په پورتني او کښتني اړخونو کې تشنجات د ( 54 – 2 ) او ( 55– 2 ) فورمولونو په مرسته پيدا کېږي . مګر په هغوي کې د نپوري يا مخکيني اړخ دپاره ( X = - m1 Y ) او د غير نپوري يا وروستني اړخ دپاره ( X = m2 Y ) و ضع کېږي . د لته يوا زې د uyσ او Dyσ دلاسته را وړو د پا ره محاسبوي فورمولو نه ليکل شويدي . ( 61 – 2 ) ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

81 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
( 62 – 2 ) ج : دبند په دواړو اړخونو کې اساسي تشنجات . د بند په د وا ړ وا ړخونو کې( پو رتنۍ ا و ښکتنۍ څنډ و کې) ا ساسي يا عمد ه تشنجا ت د ( 55 – 2 ) ا و ( 56 – 2 ) فورمولونوپه مرسته چي په هغوي کې شامل د ( xσ او yσ ) هم د ( ) قيمتونه پارا ګراف پر اساس چي داړخونو دپاره تعويض شي ، پيدا کېږي. که دا تعويض تر سره شي نو وبه ليدل شي چي لاس ته راغلې فورمولونه د( 29 – 2 ) ، ( 33 – 2 ) ، ( 36 – 2 ) روابطوسره کوم توپير نلري. لدې نه څرګندېږي چي په محاسباتو کې کېداي شي دابتدايَي يا لمړنۍ طريقې ( دموادو دمقاومت طريقه ) څخه کار واخستل شي . ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل

82 دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل
ستاسو دتوجه څخه يوه نړي مننه ديپارتمنت هايدروليك و ساختمانهاي هايدروتخنيكي دگراويتي بندونو عرضي پروفيل اودهغه تحليل


Κατέβασμα ppt "وړاندې کوونکى : انجنيرسميع الله ”پتيال ”"

Παρόμοιες παρουσιάσεις


Διαφημίσεις Google